د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست ملا عبداللطیف منصور، د لغمان له والي شیخ شېراحمد حقاني سره په کتنه کې په دې ولایت کې د کانال پروژې پر پیل خبرې اترې کړي دي.
د اوبو او انرژۍ وزارت د مالوماتو له مخې؛ په دې کتنه کې د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست د لغمان والي ته ژمنه ورکړې چې د لغمان پر کانال به کار پیلوي او یاده پروژه یې په کاري لومړیتوبونو کې ځای لري.
ملا منصور زیاته کړې، د اوبو او انرژۍ وزارت، د یاد کانال ډیزاین او نورې تخنیکي چارې بشپړې کړي او هڅې روانې دي چې عملي چارې یې هم ډېر ژر پیل شي.