ډېر لوستل شوي

بلخ کې دوه ټنه نشه یي توکي سوځول شوي

د بلخ ځایي مسوولینو ویلي چې په دې ولایت کې دوه ټنه نشه یي توکي سوځول شوي دي.

دغه نشه یي توکي د تېر ۱۴۰۲ کال راهیسې نیول شوي وو.

په دې کې بېلابېل نشه یي توکي شامل وو چې د نشه یي توکو د مبارزې مدیریت منسوبینو له لوري له منځه وړل شوي.

مسوولین همدارنګه په دې ولایت کې له نشه یي توکو د ۴۰ تنو د رغېدو خبر هم ورکړی دی.

اړوند خبرونه