د کورنیو چارو وزیر خلیفه سراج الدین حقاني د کار ملي کنفرانس غونډه کې ویلي چې افغانستان په تېر کې د بهرنیو سیالانو د مرکز ډګر وو.
نوموړي وړاندې ویلي، د اسلامي امارت په راتګ سره افغانستان د بهرنیو د زور ازمایلو له سیالۍ خلاص او خپلواک شوی.
ښاغلي حقاني یادې غونډې کې خلکو ته ډاډ ورکړی چې ستونزو ته به یې رسېدنه کیږي. نوموړي همدارنګه هیله ښودلې چې هېواد کې به د بېکارۍ ستونزه له منځه ځي.