د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي او د حماس جهادي غورځنگ د سياسي دفتر مشر اسماعيل هنيه ټيليفوني خبرې کړي دي.
د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند حافظ ضیااحمد تکل نن(چهارشنبه، زمري درېیمه) د یادې اړیکې خبر ورکړی دی.
په دې ټيليفوني اړيکه کې په غزه کې پر وروستيو سياسي او جهادي پرمختګونو او سیمه ییزو مسایلو هراړخیزې خبرې اترې شوي دي.
د بهرنيو چارو وزير د حماس جهادي غورځنگ د مبارزې او سرښندنو ستاينه کړې او په جهادي مبارزه کې یې پر یووالي او مبارزې ټینګار کړی.
د بهرنيو چارو وزير همدارنګه په بیجینګ کي د فلسطيني ډلو ترمنځ د خبرواترو او اتفاق هرکلی کړی.
مولوي امير خان متقي د افغان ملت او اسلامي امارت له لوري د فلسطینيیانو د مقاومت او له برحقې داعیې د ملاتړ تاکید کړی دی. اسماعیل هنیه غزه کې د وورستیو پېښو او فلسطین په تړاو د افغان حکومت دریځ ستایلی.