د بغلان په خنجان ولسوالۍ کې د ۵۸ ورزشکارانو ترمنځ د ووشو ټاکنیزې سیالۍ ترسره شوي دي.
دا سیالۍ د بغلان ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د ووشو ملي فدارسیون د استازولۍ له لوري چمتو شوې وې.
دې سیالیو یوه ورځ په بر کې ونیوله چې په پایله کې یې ۸ ورزشکارانو د بغلان د ووشو متنخبې لوبډلې ته لاره ومونده. د یادو سیالیو موخه د بغلان ولایت منتخبې لوبډلې ته د غوره لوبغاړو موندل وو.