ډېر لوستل شوي

بهرنیو چارو وزیر د ناورې له سفیر سره کتلي

د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي په کابل کې د ناروې سفارت له چارسمبالي پال کلومن بکن سره کتلي دي.
بکن له افغان حکومت مننه کړې چې د کار بهیر کې یې له نوموړي سره لازمه همکاري کړې، ناروې ته د اسلامي امارت د پلاویو سفرونه یې د ښو اړیکو مهمه برخه یاده کړې، د دوحې درېیمه ناسته یې مثبته انګېرلې او د ورته ناستو پر ډېروالي یې ټینګار کړی دی.
د بهرنیو چارو وزیر د بکن له ماموریت څخه خوښي څرگنده کړې او د دوه اړخیزو اړیکو په پیاوړتیا کې یې د یاد هېواد ونډه اغېزمنه بللې ده.
ښاغلي متقي هیله ښودلې چې د دواړو هېوادونو اړیکې لا پراختیا ومومي

اړوند خبرونه