د لغمان ښاروالۍ له لوري په دې ولایت کې د یوه استنادي دېوال په ګډون د لسو وړو پلونو د چارې پیل شوي دي.
د مهترلام ښاروالۍ زیاتوي چې پر دې پلونو به ۵ میلیونه افغانۍ لګښت راشي.
د لغمان والي ویلي چې په دغو پروژو کې د سیمې یو شمېر اوسېدونکو ته د ۴ میاشتو لپاره د کار زمینه هم برابره شوې ده. ورته مهال د مهترلام ښاروال ویلي چې د ښار د ښکلا او د ښاریانو د هوساینې په پار ګڼې پروژې تر لاس لاندې لري.