د سمنګانو ځایي مسوولینو ویلي چې د دې ولایت په مرکز ایبک ښار کې د دوو موټرونو د ټکر له وجې ۶ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
د سمنګان د امنیې قوماندانۍ د ټرافیکو مدیر ویلي چې دا پېښه نن( جمعه، زمري پینځمه) نهه بجې د سمنګان – بغلان په لاره رامنځته شوې ده.
راپورونه زیاتوي چې دا پېښه د یوې هینو او ټکسي د ټکر له امله پېښه شوې. په قربانیانو کې د یو ماشوم په ګډون دوې ښځې او درې سړي شامل دي. د پېښې ټول قربانیان د بلخ اوسېدونکي دي.
د ځایي مسوولینو له قوله، ددې پېښې علت د موټروان بې غوري وه