ډېر لوستل شوي

ترکمنستان، د اسلامي امارت شارژدافیر ومانه

د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي بېګاه شپه(جمعه، زمري پینځمه) په خپل اېکس ترکمنستان کې د افغانستان اسلامي امارت د شارژافیر د ګومارنې خبر ورکړی دی.

ښاغلي بلخي لیکلي چې د ترکمنستان د وزيرانو شورا مرستيال او د بهرنيو چارو وزير رشید میریدف حاجي فضل محمد صابر د افغانستان اسلامي امارت د سفارت د شارژدافير په توگه منلی دی.

رشید میریدف د یادو مراسمو په ترڅ کې ویلي: ترکمنستان او افغانستان د سترو پروژو پلي کول په پلان کې لري؛ نو ځکه د ډيپلوماټيکو اړيکو کچې لوړول اړين گام دی. بل پلو، د ترکمنستان د بهرنيو چارو وزير هيله څرگنده کړې چې د دواړو هېوادونو په گډو ډيپلوماټيکو هڅو به د ټاپي، د ټاپ برېښنا او د تورغنډۍ-هرات ترمنځ د وسپنې پټلۍ پروژو عملي کارونه ژر پیل شي.

اړوند خبرونه