افغاني سرې میاشتې د ننګرهار په مرکز او سره رود ولسوالۍ کې ۲۰۰ کورنیو ته مرستې وېشلي دي.
دا دوه میلیونه افغانۍ مرستې د سرې میاشتې د عمومي رییس شیخ شهاب الدین دلاور په لاس وېشل شوي چې هرې کورنۍ ته لس زره افغانۍ رسېدلي دي.
ددې مرستو د وېش پر مهال د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رییس شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور د ننګرهار د طبیعي پېښو پر غمیزې خواخوږي څرګنده کړې ده.
د یادونې وړ ده چې په ننګرهار کې څو ورځې وړاندې سختو اورښتونو او توپانونو د لسګونو تنو ژوند واخیست او همدارنګه یې سلګونه کسان ټپیان کړل.