د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند رندهیر جیسوال ویلي چې هېواد به یې افغانانو ته ویزې پیل کړي.
نوموړي دا خبرې په یوې خبري غونډه کې کړي دي.
ښاغلي جیسوال د افغانستان او هند ترمنځ اوږدو او تاریخي اړیکو ته په اشارې سره ویلي چې نوی ډهلی به افغانستان ته د بشرپاله مرستو لړۍ پراخه کړي. د نوموړي په وینا؛ د هند دولت دغه پرېکړه د دوهاړخیزه همکاریو د پراختیا او د افغانستان له خلکو څخه د ملاتړ په موخه کړې ده.