د شییه په نوم یو چینایي سوداګر افغانستان کې د لمریزې برېښنا د تولید برخه کې د ۴۰ میلیونو ډالرو د پانګونې پرېکړه کړې ده.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویلي، ددې چینایي وګړي په پانګونې سره به زرو تنو بېکارو ځوانانو ته د کار زمینه چمتو شي.
د یاد وزارت مسوولینو شییه ته د هر ډول همکارۍ ډاډ ورکړی دی.
له بله پلوه پوهان وایي چې پر لمریزه برېښنا پانګونه ګټوره ده، کارونه یې اسانه او بیاځلې نوې کېدونکې هم ده.