ډېر لوستل شوي

د افغان پوځ یوه مجاهد د غرختنې سیالیو کې لومړی مقام وګاټه

ملي دفاع وزارت په خپل اېکس روسیه کې د ۱۳ هېوادونو په کچه د افغان پوځي استاد محمدهارون یاسر د لومړي مقام ګټنې خبر ورکړی دی.

دا سیالۍ د پوځي سپورټ نړېوالې شورا له لوري چمتو شوې وې. دې سیالیو کې د افغانستان، برازیل، ارمنستان، هند، اردن، عراق، ایران، چین، منګولیا، نامیبیا، عمان، ایکوادور او روسیې هېوادونو ۵۰ سرتېرو برخه اخیستې وه.

دا سیالۍ د روانې جولاي میاشتې په شلمه پيل او د دې میاشتې په ۲۵ مه نېټه پای ته رسېدلې دي.

 د قفقاز غرونو دا څوکه البروس نومېږي، چې د اروپا بام په نوم هم شهرت لري. د دفاع وزارت له قوله، د افغان پوځ مجاهد روسي سیال د اسلام مبارک دین ته راوباله او نوموړي هم د اروپا پر بام د شهادت کلمه وویله.

اړوند خبرونه