ډېر لوستل شوي

چینایي شرکت پر دریو سترو بندونو پانګونې ته لېوالتیا وښوده

د یوه چینایي شرکت مسوولینو د اوبو او انرژۍ له سرپرست ملا عبداللطیف منصور  سره په  کتنه کې په کونړ ولایت کې د برېښنا د تولید پر دریو سترو بندونو پانګونې ته لېوالتیا ښودلې ده.

ښاغلي منصور او د چینایي شرکت مسوولینو پر شال، ساګي او سرتاق بندونو بحث او پر پانګونې غور کړی دی.

یاد شرکت ویلي چې دوی چمتو دي، ژر پر دغو پروژو کار پیل کړي.

په ورته وخت کې، د اوبو او انرژۍ سرپرست وزیر د برېښنا د تولید په بندونو کې د نوموړي شرکت د پانګونې د لېوالتیا هرکلی کړی دی. ښاغلي منصور وړاندې ویلي چې د کونړ سیند اوبه د برېښنا تولید ته کافي دي. وزیر زیاته کړې: که چیرې په راتلونکي کې ټول دغه بندونه جوړ شي، افغانستان ان تر دې کولای شي چې ټولو ګاونډیو هېوادونو ته برېښنا صادره کړي. د اوبو او انرژي سرپرست وزیر د یاد شرکت مسوولینو ته له خپل لوري د هر ډول همکارۍ ډاډ ورکړی دی.

اړوند خبرونه