ډېر لوستل شوي

امیرالمؤمنین حفظه الله د غور له ولایتي مسوولینو سره کتلي

د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیح الله مجاهد د غور له ولایتي مسوولینو سره د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د کتنې خبر ورکړی دی.
یاده کتنه پرون(یکشنبه، زمري اوومه) ترسره شوې.
په یاده لیدنه کې د غور والي، د استیناف، ابتدائیه او نظامي محاکمو رییسانو، د ټولو ولایتي ریاستونو رییسانو، د ټولو ولسوالیو ولسوالانو، او د غور دنده لرونکو مجاهدینو برخه اخیستې وه.
یادو مسوولینو خپلې ستونزې د اسلامي امارت له مشرتابه مقام سره شریکې کړي.
عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی په یوه تفصیلي وینا کې دوی د اسلامي نظام پیاوړتیا، د شریعت نفاذ، دمقدس جهاد د موخو او لاسته راوړنو ساتلو، د مسلمانانو بچیانو ته د تعلیم او اسلامي مفکورې ورکولو، د خپلو امیرانو پوره اطاعت او پر کشرانو شفقت کولو، د اختلاف څخه ځان ساتلو او د مسلمانانو ښه خدمت کولو ته وهڅول، او په اړوند یې لازمې سپارښتنې کړي دي.

اړوند خبرونه