دوحه کې د اسلامي امارت د سیاسي دفتر مشر سهیل شاهین په قطر کې د فرانسې د سفارت له شارژدافیر ژان مارین چاو سره کتلي دي.
سهیل شاهین پرون(یکشنبه، زمري اوومه) په خپل اېکس ددې کتنې خبر ورکړی دی.
ښاغلي شاهین لیکلي چې په دې کتنه کې دواړو لوریو پر یو شمېر مهمو مسایلو خبرې کړي دي.
نوموړی وړاندې لیکلي، په دې کتنه کې د دوحې د درېیمې ناستې د موضوعاتو پر تعقیب، کروندګرو لپاره پر بدیل کښت چمتو کوونې، روغتیا، اقلیم او نورو موضوعاتو خبرې شوي دي. د یادونې وړ ده چې فرانسه د افغانستان په تړاو خپلې ډپلوماټیکې چارې په قطر کې پرمخ وړي.