ډېر لوستل شوي

مولوي عبدالکبیر ایران ته ولاړ

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر نن(دوشنبه، زمري اتمه) د یوه لوړپوړي پلاوي په مشرۍ، د ایران اسلامي جمهوریت په رسمي بلنه یاد هېواد ته سفر کړی دی.

په دې درې ورځني سفر کې به د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر، د ایران اسلامي جمهوريت د نوي ټاکل شوي ولسمشر ښاغلي مسعود پزشکیان د لوړې په مراسمو کې د ګډون ترڅنګ د دغه هېواد له یو شمېر لوړپوړو چارواکو سره لیده کاته وکړي. همدارنګه به افغان پلاوی له ایراني چارواکو سره د سیاسي او اقتصادي اړیکو پر پیاوړتیا، یاد هېواد کې د مېشتو افغانانو پر ستونزو او د دواړو هېوادونو د اړیکو پر پراختیا بحثونه وکړي.

اړوند خبرونه