د نیمروز د ولایتي مسوولینو په شتون کې د یاد ولایت لپاره د مرستیال والي د پېژندنې غونډه ترسره شوې.
د نیمروز والي شیخ محمد قاسم خالد دې غونډې ته په وينا کې ویلي، چې تغیر او تبدیل د ښې حکومتولۍ یو اصل دی او د اسلامي امارت هر مسوول دې اصل ته ژمن او منونکی دی.
ښاغلي خالد نوي ګومارل شوي مرستیال والي ته ښه راغلاست ویلی او له الله تعالی څخه يې ورته په چارو کې د برياليتوب هيله څرګنده کړې ده.
د نيمروز والي شیخ محمد قاسم خالد وړاندې زیاته کړې: د ولس خدمت او د هېواد پرمختګ د ټولو مسوولينو مسوليت او مکلفيت دی او بايد په پوره صداقت سره يې ترسره کړي.
د نیمروز نوي مرستیال والي په خبرو کې ویلي؛ د مشرتابه له لوري همدې ولایت ته مرستیال ټاکل شوی یم او د نیمروز ولس ته له الله تعالی توفیق غواړم.