ډېر لوستل شوي

بهرنیو چارو وزارت په څو هېوادونو کې کونسلي چوپړونه ناقانونه اعلان کړل

بهرنیو چارو وزارت نن(سه شنبه، زمري نهمه) په خپل اېکس په یوه خپره کړې اعلامیه کې په څو اروپایي هېوادونو کې کونسلي چوپړونه ناقانونه اعلان کړي دي.

بهرنیو چارو وزارت وړاندې لیکلي چې افغان حکومت غواړي اروپا مېشتو افغانانو ته کونسلي چوپړونه وړاندې کړي، خو ګڼو استازولیو له مرکز سره همغږي نه کړې، نو په دې خاطر له دې وروسته لندن، بلجیم، برلین، بن، سویس، اترېش، فرانسه، ایټالیا، یونان، پولنډ، سویډن، ناروې، کاناډا او اسټرالیا کې د افغان کونسلګریو هر ډول کونسلي اسناد لغوه او د منلو نه دي. وزارت وړاندې ویلي چې له پورته استازولیو پرته بهرمېشتي هېوادوال کولی شي د اسلامي امارت نورو استازولیو ته د کونسلي خدمتونو په پار ولاړ شي.

اړوند خبرونه