ډېر لوستل شوي

د تېر په پرتله صادرات دوه برابره زیات شوي شوي

د ریاست الوزراء اقتصادي معاونیت په یوه ویډیویي پیغام کې ویل شوي چې په تېرو دوو کلونو کې د تېر په پرتله صادرات دوه برابره زیات شوي دي.

اقتصادي معاونیت پرون(دوشنبه، زمري اتمه)  په خپل اېکس یاده ویډیو خپره کړې ده.

اقتصادي معاونیت وړاندې ویلي، اوسمهال په ۲۴ سوداګریزو سکټورونو کې د نړۍ شاوخوا ۸۰ هېوادونو ته په عادي ډول افغاني توکي صادریږي چې د دغو صادراتو ډېره برخه له ۱۳ ولایتونو څخه ترسره کېږي.

یاد معاونیت ویلي، د صادراتو د لا پراختیا او معیاري کولو لپاره په کابل، کندهار، هرات، بلخ، ننګرهار او پکتیا ولایتونو کې له نړیوالو معیارونو سره سم د صادراتو د پروسس او بسته بندۍ زونونه جوړېږي، چې هر زون ته یې سل جریبه ځمکه ځانګړې شوې ده. اقتصادي معاونیت همدارنګه زیاته کړې چې ددې زونونو ځمکه تثبیت شوې او په نږدې راتلونکي کې به یې عملي چارې پیل شي. ویل کیږي چې په یادو زونونو کې به ۱۰۰ زرو کسانو ته کارموندنه وشي.

اړوند خبرونه