ارګ پرون(دوشنبه، زمري اتمه) په خپل اېکس د ریاستالوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي سره د یو شمېر خبریالانو او فرهنګیانو د ناستې خبر ورکړی دی.
دغو ژورنالیستانو او فرهنګیانو له افغان حکومت غوښتنه کړې چې د لیکوالانو او شاعرانو د اثارو چاپ ته دې ځانګړې پاملرنه وشي. مولوي عبدالسلام حنفي په خپلو خبرو کې دغو ژورنالیستانو او فرهنګیانو ته ډاډ ورکړی چې اسلامي امارت د چاپي او انځوریزو خپرونو پیاوړتیا ته کار کوي او په ټول توان د اطلاعاتو رسولو او د تاریخي اثارو د خوندیتوب هڅه کوي.