د پاسپورټ عمومي ریاست ويلي، په کابل کې د پاسپورټ د وېش دریو نویو څانګو په انلاین بڼه خپلې
چارې پیل کړي دي.
د پاسپورټ عمومي ریاست نن (سهشنبه، زمري نهمه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې هېوادوال کولی شي د کابل دریو نویو څانګو ته نوملیکنه وکړي او خپل غوښتنلیکونه ثبت کړي. ویل کیږي، چې د نوملیکنې له بشپړولو سره هممهاله به ټولو پاسپورټ غوښتونکیو ته د مراجعې نېټه د سیسټم له لارې وښودل شي او له هغې وروسته به د افغانستان بانک له لارې د تعرفې تر سپارلو وروسته په ځانګړې نېټه پاسپورټ ترلاسه کړي.