تهران کې صهیونستانو د حماس اسلامي غورځنګ مشر اسماعیل هنیه په شهادت رسولی دی.
حماس په یوه اعلامیه کې د نوموړي د شهادت پخلی کړی.
هنیه د ایران د نوي ولسمشر مسعود پزشکیان د لوړې په مراسمو کې تر ګډون وروسته په تهران کې په شهادت رسېدلی دی.
حماس په خپره کړې اعلامیه کې وړاندې د اسماعیل هنیه شهادت د فلسطیني وګړو، اسلامي امت او د نړۍ د ټولو ازادۍ غوښتونکو لپاره ویرجن بللی دی.
اسماعیل هنیه د حماس اسلامي غورځنګ د دفتر سیاسي مشر و چې له تېرو اوو کلونو راهیسې یې یاده دنده پر مخ وړله.