د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر په مشرۍ افغان پلاوي د ایران نوي ټاکل شوي ولسمشر مسعود پزشکیان سره د نوموړي د لوړې مراسمو څنډه کې کتلي او هغه ته یې د ولسمشرۍ مبارکي ویلې ده.
د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان د لوړې مراسم پرون(سه شنبه، زمري نهمه) پای ته رسېدلي دي. په دې مراسمو کې د اسلامي امارت د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال په ګډون د ۸۰ هېوادونو او نړیوالو سازمانونو استازو برخه اخیستې وه.