انس حقاني په خپل اېکس د حماس غورځنګ د سیاسي دفتر د مشر، اسماعیل هنیه پر شهادت خواشیني څرګنده کړې ده.
انس حقاني د هنیه شهادت ستره ضایع بللې او په وینا یې د دا ډول مبارزینو وینې نورو ته د ازادۍ کرښې کاږي.
ښاغلي حقاني، د هنیه د شهادت له امله د نوموړي کورنۍ، ملګرو او د فلسطین ولس ته ډاډګیرنه ورکړې ده.