د صنعت او سوداګرۍ وزارت مسوولینو د دولت د رسنیو په مرکز کې ویلي چې په تېر کال کې ۱۰۰ کارخونې پرانیستل شوي دي.
مسوولینو دغه راز زیاته کړې، چې سلو صنعتي شرکتونو ته جوازونه ورکړل شوي، څه باندې ۶۵۰ شرکتونو ته تعرفې ورکړل شوي، د پانګونې څه باندې ۲۳ زره جوازونه تجدید، تمدید او اصلاح شوي او د ځان بسیاینې کچه له ۴۸ قلمو څخه ۱۳۳ ته لوړه شوې ده.
د صنعتي پارکونو پراختیا او د نویو صنعتي پارکونو جوړول، د ځانګړو اقتصادي زونونو رامنځته کول، د کورنیو تولیداتو معیاري کول، د وارداتي توکو د کیفیت پر ښه والي ټینګار او له ګاونډیو هېوادونو، سیمې او نړۍ سره د سوداګریزو اړیکو پیاوړتیا یې د وزارت له راتلونکو پلانونو څخه ګڼلي دي.