په قطر کې د اسلامي امارت د سیاسي دفتر مشر سهیل شاهین د افغانستان لپاره د ايټالیې له شارژدافیرې ناټالیا کوېنټاویل سره کتلي دي.
سهیل شاهین بېګاه شپه(سه شنبه، زمري نهمه) په خپل رسمي اېکس ددې کتنې خبر ورکړی دی.
ښاغلي شاهین لیکلي، چې په دې ناسته کې یې له کوېنټاویل سره د افغانستان په روانو حالاتو، دوه اړخیزو اړیکو، روغتیایي سکټور او پر ګډو همکاریو خبرې اترې کړي دي. د یادونې وړ ده چې قطر کې د اسلامي امارت د سیاسي دفتر مشر تر دې وړاندې هم د بېلابېلو اروپایي هېوادونو له مسوولینو سره کتلي وو.