د غور د کرنې ریاست مسوولینو ویلي چې دې ولایت کې د تېر په پرتله د بادرنګو په حاصلاتو کې ۴۰ سلنه زیاتوالی راغلی دی.
د غور د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس ویلي چې تېر کال په دې ولایت کې ۱۳۵ ټنه د بادرنګو حاصلات راټول شوي وو خو سږکال د پروسږکال په پرتله پکې ۲۶۵ ټنه زیاتوالي راغلی دی.
د بادرنګو د حاصلاتو د ډېروالي لامل کروندګرو ته د کرنې په برخه کې عامه پوهاوی او وروستي موسمي اورښتونه په ګوته شوي.
بل پلو، کروندګر د بادرنګو حاصلاتو ته خوښ دي، خو له اسلامي امارت څخه د سړو خونو د جوړېدو غوښتنه کوي.