پوهنې وزارت په یوه خبر کې د سړو سیمو د ښوونځيو د رخصتۍ خبر ورکړی دی.
په خبر کې ویل شوي چې ددې وزارت د سرپرست د ځانګړي حکم له مخې، د هېواد په زیاتو سړو سیمو کې د تودوخې درجه لوړه شوې، نو په دې وجه به د زمري تر شلمې نېټې ښوونځي رخصت وي.
د یاد حکم له مخې به د ښوونځیو درسونه به د تېر په څېر د زمري میاشتې په ۲۰ مه نېټه بېرته پیل شي.