ډېر لوستل شوي

د امیرالمؤمنین حفظه الله په شته‌والي کې ملي اسلامي اردو ته اصلاحي غونډه جوړه شوه

ملي دفاع وزارت نن مازیګر(پنجشنبه، زمري ۱۱مه) په خپل اېکس کندهار کې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی په شتون کې د ملي اسلامي اردو څه باندې ۶۰۰ تنو مسوولینو ته د اصلاحي غونډې د جوېدو خبر ورکړی دی.
دې غونډې کې د امیرالمؤمنین حفظه الله سربېره د ریاست الوزراءاقتصادي او اداري مرستیالانو، د کورنیو چارو، بهرنیو چارو، امربالمعروف او نهی عن المنکر، حج او اوقافو وزیرانو او نورو مسوولینو برخه اخیستې وه.
دا درې ورځنی سیمینار د ۲۰۵ البدر قول اردو قوماندانۍ انګړ کې چمتو شوی و چې د نفس د اصلاح، مسوولیت‌پېژندنې، د قدرت پر مهال د پیروۍ، ښې حکومتولۍ او نورو موضوعاتو په اړه پکې بحثونه شوي دي.
د (دفاع وزارت مسوولینو لپاره اصلاحي غونډې) په نوم سیمینار د ملي دفاع وزارت د لوړ رتبه او عالي رتبه مسوولینو، د وزارت مرستیالانو، د نهه ګونو قول اردوګانو د قوماندانانو، مرستیالانو او درستیزوالانو، د لواء ګانو قوماندانانو، مرستیالانو او درستیزوالانو، د کنډکونو قوماندانانو، د مرکزي قطعاتو مرستیالانو او درستیزوالانو، د وزارت رییسانو او د مرکزي او د ساحوي قطعاتو د ځینو برخو مدیرانو لپاره چمتو شوی و.
امیرالمؤمنین حفظه الله د امنیت برخه کې د دفاعي او امنیتي ځواکونو سرښندنې ستایلي.
امیرالمؤمنین حفظه الله دې سیمینار ته په وینا کې ویلي: ((تاسو نن ستر مسوولیت لرئ او هغه د اسلامي نظام ساتنه او پیاوړتیا ده. ګورئ چي په قدرت مغروره نه شئ او د اطاعت په وړاندې هم د بې روحه جسد په څیر ونه اوسئ او د مشرانو د فرمانونو او امرونو تاویل مه کوئ او استقامت وکړئ چي دا ستاسو لپاره جهاد دی.))
د غونډې دویمه ورځ د ملي دفاع وزارت سرپرست وزیر مولوي محمد یعقوب مجاهد په وینا سره پیل شوې وه. دغه راز دې غونډه کې د کابینې غړو په نوبت سره خپل ویناوې واورولې.
د سیمینار په پای کې امیرالمؤمنین حفظه الله مجاهدینو ته لازمې سپارښتنې وکړې.

اړوند خبرونه