ډېر لوستل شوي

فاریاب کې د ۸ ښوونځیو ودانۍ جوړیږي

د فاریاب د پوهنې ریاست مسوولینو په دې ولایت کې اتو ښوونځیو ته د ودانیو د جوړېدو خبر ورکړی.

ویل کیږي چې ددغو اتو ودانیو پر جوړېدو به ۱۱۸ میلیونه افغانۍ لګښت راشي.

دا ښوونځي به د یاد ولایت په مرکز میمنې، پښتونکوټ، المار، قیصار او چهلګزي  ولسوالیو کې جوړې شي.

یاد ښوونځي د معیاري تدریسي خونو ترڅنګ د احاطې دېوال، مبرز، د برېښنا سیستم، د ساتونکي خونه او نورې اړینې اسانتیاوې لري.

ددې ښوونځیو په جوړېدو سره به ۳ زره زده کوونکو ته په ښو امکاناتو سره د زده کړو زمینه برابره شي. دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې وړاندې هم په یاد ولایت کې د څه باندې ۱۶ میلیونو افغانیو په لګښت د یوه ښوونځي لپاره ودانۍ جوړه او ګټې اخیستنې ته سپارل شوې وه.

اړوند خبرونه