ډېر لوستل شوي

څو ولایتونو کې قاچاقي توکي نیول شوي

د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی ریاست د ګرځنده څارنې کارکوونکو تېره اونۍ فراه، ننګرهار، نیمروز، هرات او کندهار ولایتونو کې بېلابېل توکي نیولي دي.

قاچاقوونکو غوښتل دا توکي د هېواد بازارونو ته دننه کړي.

په دې قاچاقي توکو کې (۶۰۰۰) کیلو ګرامه چاکلېټ، (۱۰۶۰۸) کیلو ګرامه روب، (۲۹۴) کیلو ګرامه پلاستیکي کڅوړې، (۱۰۶۸) کیلو ګرامه لواشک، (۱۶۰) کیلو ګرامه کرنیز درمل او (۵۹) کارټنه غوړي شامل دي.

د یادوني وړ ده، چي  د مالیې وزارت د ګرځنده څارنې کارکوونکو په تېر کې هم هېواد ته په ناقانونه توګه د واردېدونکو توکو مخه نیولې وه.

اړوند خبرونه