ډېر لوستل شوي

یوناما دې د افغان ولس باورونو ته درناوی ولري

د افغانستان اسلامي امارت ویاند مرستیال ملا حمدالله فطرت نن غرمه (پنجشنبه، زمري ۱۱مه) په خپل اېکس د یوناما وروستی راپور غندلی دی.

ښاغلي فطرت لیکلي چې یوناما باید د افغان ولس باورونو ته درناوی وکړي.

نوموړي یاد راپور له واقعیتونو لیري او له کینې ډک بللی.

ملا حمدالله فطرت زیاته کړی: افغانستان کې د ټولو اتباعو حقوق خوندي دي او اسلامي امارت د افغانانو شرعي حقونو تامینولو ته د خپلې دینې وجیبې په سترګه ګوري. دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ یا یوناما د یو راپور په خپرولو سره ویلي چې افغانستان کې د شرعي احکامو پلي کول، د بشر له حقونو سرغړونه ده.

اړوند خبرونه