ډېر لوستل شوي

اسماعیل هنیه خاورو ته وسپارل شو

د اسماعیل هنیه جنازه نن(جمعه، زمري ۱۲مه) په دوحه کې ترسره او خاورو ته وسپارل شوه.
د شهید هنیه په جنازه کې د افغان پلاوي په شمول د قطر د امیر شیخ تمیم بن حمد ال ثاني، د حماس نوي مشر خالد مشعل، ایراني لوړپوړو چارواکو او یو شمېر نورو چارواکو ګډون کړی وو.
افغان پلاوی د ریاست الوزرا د سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر په مشرۍ یاد هېواد ته تللی و.
د اسماعیل هنیه جسد د قطر پلازمېنې دوحې په شمال کې د لوسیل ښار کې خاورو ته سپارل شوی.
د یادونې وړ ده چې اسماعیل هنیه د ایران د نوي ولسمشر مسعود پزشکیان د لوړې د مراسمو لپاره تهران ته تللی و چې د صهیونستانو په یوه پټ برید کې په شهادت ورسېد.

اړوند خبرونه