ډېر لوستل شوي

پروان کې یو کانال رغیږي

د پروان د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست مسوولینو ددې ولایت په شینواري ولسوالۍ کې د نږدې ۲ میلیونه افغانیو په لګښت د یوه کانال د چارو د پیل خبر ورکړی.
دا کانال ۹۶ متره اوږدوالی لري چې یو میلیون او ۷۰۰ زره افغانۍ لګښت پرې راځي.
د یادونې وړ ده، چې د یاد کانال په جوړېدو سره به لسګونه جریبه کرنیزې ځمکې خړوبې او لسګونه جریبه نورې ځمکې به له سېلابونو خوندي شي.

اړوند خبرونه