د ایران په مشهد ښار کې د اسلامي امارت کونسلګرۍ افغانانو ته د پاسپورټونو د وېش او بیاځلې نوې کولو لړۍ پیل کړې ده.
مشهد کې د اسلامي امارت کونسلګري ویلي، چې له دې وروسته ایران میشتي هېوادوال کولای شي، چې د پاسپورټ ترلاسه کولو او یا نوې کولو لپاره دغې کونسلګرۍ ته ورشي. د اسلامي امارت په هڅو په نورو بهرنیو هېوادونو کې هم ورته کونسلي چوپړونه پیل شوي دي.