ډېر لوستل شوي

امریکا منځني ختیځ ته پوځیان استوي

د امریکا دفاع وزارت ویلي چې د ایران د احتمالي بریدونو پر وړاندې د اسراییلو د دفاع لپاره په منځني ختیځ کې نور پوځیان او جنګي بېړۍ ځای پر ځای کوي.
د پنټاګون ویاندې سابرینا سینگ ویلي چې دا اقدام د ایران د احتمالي بریدونو پر وړاندې د اسراییلو د دفاع او د امریکايي ځواکونو د خوندیتوب په پار اخیستل کیږي.
سینګ ټینګار کړی چې د امریکا دفاع وزیر په منځني ختیځ کې د دفاعي بالستیک توغندیو او جنګي بیړیو د ځای په ځای کولو امر کړی دی.
د پنټاګون وياندې زیاته کړې چې د پوځي تجهیزاتو د لېږد او ځای په ځای کولو پرېکړه تېره شپه د امريکا د ولسمشر جوبایډن او د اسراييلو د لومړي وزير بنيامين نتنياهو تر منځ له خبرو مخکې شوې.
د امریکا ولسمشر د تېرې پنجشنبې په ورځ له بنیامین نتنیاهو سره په ټیلیفوني خبرو کې ویلي چې امریکا د خپلو متحدینو ساتنه کوي.

اړوند خبرونه