د اوبو او انرژۍ وزارت مسوولینو ویلي چې هېواد کې د اوبو لګولو سنتي سیسټم عصري شوی دی.
مسوولینو وړاندې زیاته کړې، چې د برېښنا د تولید او توزېع برخه کې ۷ او له اوبیزو سرچینو څخه د ګټې اخستنې په موخه ۱۴۱۷ حکمي او حقیقي شخصیتونو ته جوازونه ورکړل شوي دي.
د یادو مسوولینو په قول، د هېواد په کچه د ۲۷۵ هایدرومترولوژیکي سټېشنونو څخه ساتنه او څارنه شوې ده. د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست د برېښنا سکتور د پنځه کلن انکشافي پلان چمتو کول، د اوبو مدیریت د ۶ کړنلارو تاییدېدل او د ۴ مقررو ترتیبول، له ادارو سره د تفاهم لیکونه لاسلیکول، د اوبو او برېښنا پروژو کې د پانګونې د ستراتېژۍ چمتو کول، د داخلي چارو د سمون پالېسۍ منظورېدل او اوبو مدیریت د پنځه مقررو وروستي کول او نور په یوه کال کې د وزارت له مهمو لاسته راوړنو څخه بللي دي.