د ملي دفاع وزیر مولوي محمد یعقوب مجاهد د ملي اسلامي اردو په اصلاح غونډې کې ویلي د تاریخ په اوږدو کې یوازې هغه اردو له خپلې خاورې د دفاع جوګه شوې چې پر اسلامي عقیده او فکر سمباله وه. په تجهیز او ملاتړ کې خپلواکه او پر نورو تکیه نه وي. همدارنګه لوړه روحیه ولري، قومندانان یې د ټولنې تر ټولو پاک او صالح کادرونه وي او هېڅ ډول مفسد کسان پکې نه وي. د ملي دفاع وزیر مولوي محمد یعقوب مجاهد همدارنګه زیاته کړې، چې له معنوي او مادي چمتووالي پرته له اسلامي خاورې دفاع ناشونې او نه شي ترسره کېدلی.