د فاریاب ځایي مسوولینو ویلي چې ددې ولایت په خانچهارباغ ولسوالۍ کې په یوه ټرافیکي پېښه کې ۹ کسان مړه او۲ نور ټپیان شوي.
دا پېښه د یوې سراچې او پاسو د ټکر په سبب رامنځته شوې. د پېښې ټپیان نږدې روغتون ته وروړل شوي. د ویلو ده چې په دې وروستیو کې هېواد کې د ټرافیکي پېښو کچه لوړه شوې چې د نارینهوو ترڅنګ یې قربانیان ماشومان او مېرمنې دي.