د هرات د پانګونې او سوداګرۍ خونې مسوولینو دې ولایت کې په تېرو دریو میاشتو کې د ۴۳ میلیونو افغانیو عوایدو د راټولولو خبر ورکړی دی.
ددې ولایت د پانګونې او سوداګرۍ خونې مسوولینو ویلي، چې د یاد ولایت د سوداګرۍ او پانګونې خونې د روان کال په ۳ میاشتو کې د کرنیزو توکو له محصولاتو، صادراتو، کورنیو تولیداتو او د مرمرو له پروسس څخه ۴۳ میلیونه افغانۍ راټولې کړي دي.
د ویلو ده چې اوسمهال د هرات په صنعتي پارک کې ۸۰۰ شرکتونه فعال دي چې د پشمې شیشې، د غیر الکولي څښاکو، د چودن لوښو، د تارو تولیداتو او همدارنګه د زینتي تیږو په برخه کې نورو هېوادونو ته صادرات لري.