ډېر لوستل شوي

د جګړه ییزو زده کړو له قومندانۍ شاوخوا ۱۵۰ منسوبین فارغ شول

د عبدالله بن مسعود رضي الله عنه د جګړه ییزو ګډو زده کړو قوماندانۍ څخه ۱۵۳ تنه ځوان منسوبین فارغ شوي دي.
ملي دفاع وزارت نن ماخوستن(دوشنبه، زمري ۱۵مه) په خپل اېکس ددې منسوبینو د فراغت خبر ورکړی دی.
دا منسوبین د توپچي، مخابرې، نقلیه وسایطو او انجینري تسهیلاتو له شپږ میاشتنیو مسلکي زده کړو فارغ او د چوپړ جوګه شوي.
ددې منسوبینو فراغت غونډه کې مسوولو چارواکو ویناوې کړي. مسوولینو یادو ځوانانو ته په وینا کې ویلي چې تاسو له اعدادو فارغه شوی؛ ترلاسه کړې زده کړې مه هیروئ.
د یادونې وړ ده چې تر دې وړاندې هم ملي دفاع وزارت په بېلابېلو مسلکي او عقیدتي برخو کې نوي ځوانان فارغ او د خدمت جوګه ګرځولي دي.

اړوند خبرونه