د بنګله دېش لومړۍ وزیرې شیخ حسینې استعفا ورکړې او له خپل هېواده وتلو ته اړ شوې ده.
نوموړې وروسته له هغې استعفا ورکړې چې زرګونو کسانو یې پر وړاندې لاریونونه وکړل.
په هغو انځورنو کې چې پر خواله رسنیو خپاره شوي، پکې زرګونه تنه لاریون کوونکي د نوموړې په استوګنځي کې ښکاري او د استوګنځي وسایل ویجاړوي.
راپورونو ویلي چې شیخ حسینه هند ته روانه شوې.
ویل کیږي چې د پوځ مشر د نوي حکومت د جوړولو لپاره له ګوندونو او سیاسي څېرو او مدني فعالانو سره په خبرو دی.
شیخ حسینه د بنګله دېش د بنسټګر شیخ مجیب الرحمان لور ده چې له ۲۰۰۹ زېږدیز کال راهیسې یې د دولت واګې په لاس کې وې.