فلسطیني چارواکو خبر ورکړی، چې انجنیر عبدالفتاح زریعي او مور یې په دیر البلح ښار کې د صهیونستانو په هوايي برید کې شهیدان شوي.
د فلسطین د اطلاعاتو مرکز ویلي چې انجنیر زریعي او مور یې د غزې تړانګې په دیرالبلح ښار کې په خپل استوګنیز کور کې په نښه شوي دي.
غزه کې د حکومتي فعالیتونو د څارنې دفتر په یوه بیانیه کې څرګنده کړې چې انجنیر عبدالفتاح زریعي او مور یې د صهیونستانو په بمبارۍ کې شهیدان شوي. ورته وخت کې سرچینو اعلان کړی چې د تېرې ورځې په اوږدو کې د غزې په تړانګه کې د صهیونستانو په هوایي بریدونو کې لږ تر لږه ۵۴ تنه شهیدان شوي دي.