کابل کې د ۱۶۰ ورزشکارانو ترمنځ د ملي پاور لېفټېنګ نهم پړاو ټاکنیزې سیالۍ پيل شوي دي.
دا سیالۍ د المپیک، بدني روزنې او سپورټ عمومي ریاست اړوند د پاور لېفټېنګ ملي فدارسیون له لوري د یاد ریاست په ۵۰۰ کسیز جمنازیوم کې پیل شوي.
د نهم پړاو په دې ټاکنیزو سیالیو کې له ۱۱ ولایتونو ۱۶۰ ورزشکارانو ګډون کړی.
دغه سیالۍ به د زلمیو، ځوانانو، لویو ورزشکارانو او تجربه لرونکو ورزشکارانو په سني کټګورۍ او په ۹ وزنونو کې ترسره شي، چې له هرې کټګورۍ به درې تنه ورزشکاران او ټولټال ۲۷ لوبغاړي د هېواد پاورليفټینګ منتخبې لوبډلې ته وټاکل شي.
ددې سیالیو موخه د هېواد پاور لېفټېنګ منتخبې لوبډلې ته د غوره لوبغاړو موندل دي چې ۳ ورځې به په بر کې ونیسي.