مولوي محمد ظریف مظفر د سرپل د والي په توګه رسما خپله دنده پیل کړې.
ښاغلی مظفر نن ( سهشنبه، زمري ۱۶مه) د یو لړ مراسمو په ترڅ کې یاد ولایت ته ورپېژندل شوی او دنده یې پیل کړې ده.
ښاغلي مظفر دې مراسمو کې په وینا کې ویلي، چې په اسلامي نظام کې تبعیض او تعصب ته ځای نشته او ټول خلک پکې د وروڼو په څېر ژوند کوي. سرپل د هېواد شمال کې پروت هېواد دی چې په تېر کې د جوزجان برخه وه.