تاس خبري اژانس د بنګله دېش د کورنیو رسنیو په مټ لیکلي چې ددې هېواد په لوېدیځ جیسور ښار کې لاریون کوونکو یوه هوټل ته اور اچولی چې لسګونه کسان یې پکې مړه او ټپیان کړي دي.
ویل کیږي چې تر دې دمه په دې هوټل کې ۲۴ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی او لسګونه نور ټپیان دي. تاس زیاتوي چې دا کسان هوټل کې د کاربن مونو اکساید د زیاتوالي له کبله مړه شوي دي.
ورته مهال د بنګلهدېش پوځي چارواکو اعلان کړی، چې د لاریونوالو له مشرانو سره د لنډمهالي حکومت پر جوړونې سلا مشورې کوي.
لاریون کوونکو له پرون راهیسې د یو شمېر لوړپوړو چارواکو کورونو ته اورونه اچولي. په هغه انځورونو کې چې خواله رسنیو کې لاس په لاس شوي، لاریون کوونکي عامه شتمني لوټي.
خښمېدلو لاریونوالو د بنګله دېش د بنسټګر شیخ مجیب الرحمن مجسمه هم نړولې ده.
د بنګله دېش ولسمشر محمد شهاب الدین نن پارلمان هم منحل کړی.
د یادونې وړ ده چې د بنګله دېش لومړۍ وزیرې پرون(دوشنبه، زمري ۱۵مه) له خپلې دندې استعفا ورکړې او هېواد یې پرېښی دی.