ډېر لوستل شوي

د باختر د پنبې غوړیو دولتي کارخونې بیا فعالیت پیل کړ

بلخ کې د باختر د پنبې غوړیو د تولید دولتي کارخونې له ۱۵ کلن ځنډ وروسته بیاځلې پر فعالیت پیل کړی دی.

د باختر پنبې غوړیو د دولتي کارخونې مسوولینو ویلي چې دا کارخونه په ۲۴ ساعتونو کې  ۳۷۰۰ کیلوګرامه معیاري غوړي  تولیدوي.

د مسوولینو په وینا، که ددې کارخونې نور زاړه ماشینونه هم فعاله شي، ښایي دا کچه تر شپږ زره کیلوګرامه غوړیو پورې ورسېږي. دا په داسې حال کې ده چې د اسلامي امارت په راتګ سره ګڼې پخوانۍ کارخونې بېرته فعالې شوي دي.

اړوند خبرونه