ډېر لوستل شوي

د کونړ په درېيو روغتیایي مرکزونو کې د نري رنځ د تشخیص ماشینونه فعال شول

د کونړ د عامې روغتیا ریاست مسوولینو خبر ورکړی، چې د دغه ولایت په درېیو روغتیایي مرکزونو کې یې د نري رنځ د تشخیص ماشینونه فعال کړي دي.

د یاد ولایت د عامې روغتیا رییس مظفر مخلص ویلي، چې د دغه ولایت په مرکز اسعدباد او همدارنګه په څوکۍ او ماڼوګۍ ولسوالیو کې د عامې روغتیا په مالي ملاتړ د ۱۲.۲ میلیونه افغانیو په لګښت په دریېو روغتیایي مرکزونو کې د نري رنځ د تشخیص ماشینونه فعال شوي دي. نوموړي زیاته کړې، چې د یادو ماشنیونو په فعالېدو سره به د نري رنځ د معایناتو په برخه کې شته ستونزې حل شي. دا په داسې حال کې ده، چې د روغتيا وزارت په پام کې لري؛ چې په نږې راتلونکي کې په روغتيايي مرکزونو کې د ملاريا، توبرکلوز او ايچ‌آی وي ( ايډز) نارغيو د مخنيو په موخه د سولري برېښنا سيستم جوړ کړي.

اړوند خبرونه