ډېر لوستل شوي

د ګاز او تېلو پمپ سټېشنونو او د رسټورانټونو د مالیې برخه کې د پام وړ کمښت راغلی

د مالیې وزارت د ګمرکونو او عوایدو مرستیال ملا عبدالقاهر (حاجي ادریس) نن )سه‌شنبه، زمري۱۶) د مالياتو په برخه کې د نوي تخفيف په تړاو خبري ناسته کې وويل، د ياد وزارت د وړاندیز او د امیرالمؤمنین حفظه‌الله، د حکم پر بنسټ، د ګاز او تېلو پمپ سټېشنونو د ثابتې او د رسټورانټونو د انتفاعي مالیې برخه کې د پام وړ کمښت رامنځته شوی دی.

ښاغلی عبدالقهار وایي‏، د اصنافو لپاره مخکینی معافیت، د یو نیم لک افغانیو څخه تر شل لکه افغانیو پورې لوړ شو او د مالیاتو اندازه یې له ۰،۵ څخه ۰،۳ سلنې ته را کمه شوه.

‏نوموړی زياتوې، وخت په وخت د مالیې ورکوونکو ستونزو ته رسېدنه شوې او د مالیاتو د تخفیف برخه کې د هغوی غوښتنو ته مثبت ځواب ویل شوی دی.

د نوموړي په خبره، چې د امیر المؤمنین حفظه الله، له نوي فرمان وړاندې؛ د ګاز او تېلو پمپ سټېشنونو له في لېتر څخه ۰.۶ افغانۍ ثابته مالیه اخیستل کېده؛ چې د نوي فرمان پر بنسټ دغه کچه ۰.۳ افغانیو ته راټیټه شوې ده.

د مالیې وزارت د ګمرکونو او عوایدو مرستیال همدا راز وایي له دې مخکې ټول هغه هوټلونه او سیار رسټورانټونه، چې ربعوار فروشات یې له ۷ لکه او ۵۰زره افغانیو څخه کم وه، د ۲ سلنه او له دې زیاته اندازه یې د ۵ سلنه انتفاعي مالیې تابع وو؛ خو د نوي فرمان له ‏مخې د یادو هوټلونو او رسټورانټونو د انتفاعي مالیې کچه ۲ سلنې ته راکمه شوې ده.

د یادونې وړ ده، چې په تېرو درېیو کلونو کې د سوداګرو او پانګه‌والو د ملاتړ په موخه مالیې وزارت وخت ناوخت پر صادارتو او وارداتو مالیې تر ټولو کمې کچې ته را رسولې؛ تر څو سوداګر په خپل هېواد کې پانګونه وکړي او له اقتصادي اړخه ځان بسیاینې ته نیږدې شو.

اړوند خبرونه